ژبه

ارګ: د زورواکو کسانو د نيولو لړۍ به دوام ولري

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٧) : ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د خلکو د شکايتونو  په رڼا کې به د زورواکو کسانو د نيولو لړۍ دوام وکړي.

دغه څرګندونې د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د چنګاښ په ٣٠مه، په کابل کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، تر دې مخکې په فارياب، فراه او اروزګان ولايتونو کې زورواکي قوماندانان نيول شوي او اوس تر پلټنو لاندې دي، چې وروسته به يې قضيې څارنوالۍ ته ولېږل شي.

د نوموړي په وينا، دا کسان د خلکو د غوښتنو او شکايتونو په اساس نيول شوي، دا پروسه به ادامه ولري؛ که چېرې خلک شکايت لري، نو خپل شکايتونه دې د افغانستان حکومت ته وسپاري.

خو چخانسوري دا خبره رد کړه چې ګوندې حکومت په دې اړه کوم لېست جوړ کړى او د هغه له مخې دغه زورواکي نيسي.

د يادونې ده چې حکومت څو اوونۍ مخکې د فارياب د قيصار ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري، د اروزګان پخوانى د امنيت امر رحيم الله خان او د فراه د پرچمن ولسوالۍ پخوانى ولسوال نيولي او اوسمهال تر پلټو لاندې دي.

د قيصاري تر نيول کېدو وروسته د جنبش ګوند پلويانو پراخه لاريونونه پيل کړي، خو له يادو دوو ولايتونو څخه د لاريونونو کوم راپور نه دى ورکړل شوى.