کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د ملي يووالي حکومت د جوړولو پر پرېکړې پښېمان نه دى.
د اجرائيه رياست له خوا د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله دغه څرګندونې نن د حقیقت ګوند له غړو سره د ليدنې پر مهال وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې لومړی د حقيقت ګوند مشر او غړو ځينې ستونزې او وړانديزونه له اجرائيه رييس سره شريک کړل.
د سرچينې په وينا، د ياد ګوند غړو د ملي یووالي حکومت له اجرائيه رييسه وغوښتل چې په هېواد کې د بېکارۍ، نشه یي توکو او انساني قاچاق، اداري فساد او بې عدالتيو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د ياد ګوند غړو په هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د ملي یووالي حکومت دې په ټاکنو کې چاته د لاسوهنې او درغلیو اجازه نه ورکوي.
د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله د حقیقت ګوند له مشر او غړو مننه وکړه چې تل یې په ملي مسایلو کې دریځ نیولی او له هر ډول شخصي غوښتنو پرته یې د هېواد د ثبات، سلامتي او د ملي یووالي د پياوړتیا لپاره هڅې کړې دي.
هغه زياته کړه، تمه لري چې راتلونکې ټاکنې له درغلیو لرې او شفافې ترسره شي او ټینګار یې وکړ چې حکومت یې ترسره کولو ته پیاوړې اراده لري.
ډاکټر عبدالله تېرو ټاکنو او زیانونو ته یې په اشارې وویل چې هغه مهال شرایط بدل وو او د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو لپاره په خپلې پخوانۍ پرېکړې چې د ټاکنیز کړکېچ په پای کې یې وکړه، پښېمانه نه دی، ځکه چې له دې پرېکړې پرته هېواد د بربادۍ، ویجادۍ او بې ثباتۍ لور ته تللو.
اجرائيه رييس وویل، سره له دې چې اوس په هېواد کې شرایط د خلکو په خوښه نه دي او حکومت نه دی توانېدلی د امنیت په تامین، د بېکارۍ په له منځه وړلو او نورو ستونزو په کابو کولو کې بریالی شي، خو له دې سره سره ډېر پرمختګونه هم شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د حقیقت ګوند پر ټولو غوښتنو او وړاندیزونو به غور وکړي او د ستونزو د حل لپاره به یې اړوندو ادارو ته د حل لپاره سپارښتنې وکړي.
login or register a new account.