کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): د بلوچستان ايالت په کوېټې ښار کې د پارلماني ټاکنو پر مهال د رايو په يوه مرکز کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پارلماني ټاکنې نن سهار اته بجې پيل شوې او د مازديګر تر شپږو بجو به خلک خپلې رایې کاروي. د معلوماتو له مخې، تر ١٠٠ ميليونه زيات پاکستانیان به په دې ټاکنو کې ګډون وکړي.
ځايي رسنيو خبر ورکړى چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د بلوچستان ايالت مرکز کوېټې ښار اړوند سيمه کې د رايو په يوه مرکز کې ځانمرګى بريد وشو.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د پوليسو د يوه افسر په ګډون پنځه پوليس او ٢٥ ملکي وګړي وژل شوي او تر ٤٠ زيات ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، تر دې مخکې د دغو ټاکنو د کمپاين پر مهال هم په ځانمرګو بريدونو او نورو پېښو کې د د درېيو کانديدانو په ګډون ١٥٠ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات ژوبل شوي دي.
login or register a new account.