کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٧): د کوزې پښتوخوا پېښور ښار کې د يوې شخړې پر مهال شپږ افغان وروڼه وژل شوي دي.
ځايي رسنيو د زمري په ٣مه خبر ورکړى چې دا پېښه پرون د پېښور ښار اړوند په سروزۍ مټې سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په ياده سيمه کې د يوې پېښورۍ ځايي کورنۍ او افغان کډوالو د يوې کورنۍ تر منځ د رشتې پر سر شخړه رامنځته شوې وه.
د يادې سيمې د پوليسو مشر شوکت خان رسنيو ته ويلي چې په دې نښته کې د افغان کډوالو د کورنۍ شپږ وروڼه او د مقابل لوري يو کس وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې له دواړو لورو يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته ويلي چې ځايي کورنۍ د عبدالغفار په نامه د افغان کډوالو له یوې کورنۍ د خپل زوى لپاره نجلۍ غوښتې وه خو یادې افغان کورنۍ د هغوی دغه غوښتنه رد کړې وه.
سرچينه وايي چې له همدې امله د دواړو کورنيو تر منځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته يې ډزې کړې دي.
د يادونې ده، اوس هم په کوزه پښتونخوا او نورو سيمو کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي او له ځايي اوسېدونکو سره يې خېښۍ کړې دي.
login or register a new account.