Language

کندهار کې ۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷): په کندهار کې ۲۰۰ تنو په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې بشپړې کړې چې ۱۰۰ تنې یې ښځې وې.

دغو کسانو ته د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست له خوا د ۶ میاشتو په موده کې زده کړې ورکول شوې دي.

د کندهار ښار په عینو مېنه کې د حرفوي زده کړو د مرکز مشر حبیب جیلاني پژواک خبري اژانس ته وویل، سلو تنو ښځو ته د خیاطۍ اړوند د اورلاک او پیکو او سلو تنو نارینه وو ته د نلدوانۍ، برېښنا، موبایل او کمپیوټر د ترمیم په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه، دغه کسان په یادو شوو برخو کې تر ۶ میاشتنۍ روزنې وروسته نن فارغ شول.

دی وايي، فارغ شوو کسانو ته د اړوندو حرفو سامان الات هم ورکړل شول، څو هغوی وکړای شي په خپلو خپلو برخو کې خلکو ته خدمات تر سره کړي او خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي.

جیلاني دا هم وویل چې دغه مرکز سلګونو تنو نارینه او ښځینه وو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړې او دا یې ديارلسم پړاو و.

د کندهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست رییس حميدالله مبارز وویل، ولایتي اداره هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو له لارې د ځوانانو د بې کارۍ کچه ټیټه کړي او هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمينه برابره کړي.

د فارغو شوو له ډلې د ناجیې په نوم یوې مېرمنې پژواک اژانس ته وویل، د خیاطۍ اړوند د پیکو په برخه کې یې پوره ۶ میاشتې زده کړې کړي دي.

دا وايي، خاوند یې د ټول کور اړتیاوې نه شوې پوره کولای، د دې لپاره چې د هغه لاسنیوی وکړي، دغه هنر یې زده کړ او غواړي په خپل کور کې خیاطي وکړي او د اولادونو د نفقې په برخه کې د خپل خاوند لاسنیوی وکړي.

که څه هم حکومت او مرستندویه ټولنې د بېکارۍ د کمولو په برخه کې د کار کولو خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله بې ځايه شوي پنځوس سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

login or register a new account.

Related Topics