کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): د ملي امنيت سلاکار د اسلامي کنفرانس له سفير سره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له استازي حسین اوني بوتسالي سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د رول او فعالیت پر زیاتېدو ټینګار وکړ.
بوتسالي وویل چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر او ثبات له ټینګښت څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې يې د یاد سازمان د همکاریو او رول زیاتېدو ژمنه وکړه.
ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې بهیر په پیاوړتیا او د افراطیت په راکمولو کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان همکاري مهمه وبلله او د دغه سازمان د همکاریو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
په دې لیدنه کې پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
login or register a new account.