ژبه

ملګري ملتونه: که د اوربند په موضوع کې مرسته وغوښتل شي، چمتو یو

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): ملګرو ملتونو يو ځل بيا له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت له قيد او شرط پرته د سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړ.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) له خوا د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې څرګندونې په سياسي چارو کې د سرمنشي ميرو سلاوينچا، کابل ته د سفر پر مهال کړې دې.

سرچينې زياته کړې چې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د زمري په ١٦مه د درېيو ورځو لپاره افغانستان ته سفر کړى دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د افغانستان د حکومت، سیاسي مشرانو او ډيپلوماتيکې ټولنې له استازو سره ليدنې کړې دي.

وینچا په خپلو ليدنو کې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو لپاره د ملګرو ملتونو پر اوږدمهالو ژمنو ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سياسي مرستيال د افغانستان د دولت له هغو هڅو چې د روان لمريز کال د تلې په مياشت د پارلماني او د راتلونکي کال په وري مياشت کې د ولسمشريزو ټاکنو د روڼتیا، همه شمول او باوريتوب په برخه کې يې ترسره کوي، ملاتړ څرګند کړ.

ينچا دغه راز د سياسي خبرو اترو په ارزښت او د سیاسي مشرانو، افغان حکومت او ټاکنیزو بنسټونو ترمنځ د باوري ټاکنو لپاره د ښه چاپیریال د رامنځته کولو په برخه کې په ګډ مسوولیت ټینګار وکړ.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د شخړو د سیاسي حل او د سولې په برخه کې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو اترو لپاره د حکومت له هڅو ستاینه وکړه.

هغه د سولې او روغې جوړې لپاره د افغانانو د جدي غوښتنو په رڼا کې د سولې پروسې د پرمختګ د څرنګوالي او د حکومت د لیدلوري په اړه خبرې وکړې او د اوربند لپاره یې د نوي پلان هرکلی وکړ.

د نوموړي په وينا، د غوښتنې په صورت کې ملګري ملتونه د اوربند په موضوع کې مرستې ته چمتو دي.

login or register a new account.