کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : سياسي ګوندونو او جريانونو د يوې غونډې په ترڅ کې حکومت ته په ټاکنو کې د اصلاحاتو او د روڼتيا دضمانت ورکولو لپاره دوه اونۍ وخت ورکړ.
د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او جريانونو د مشرانو او استازو غونډه نن د زمري په ١٩مه، په کابل کې جوړه شوې وه، چې په پايله کې يې يوه اعلاميه خپره کړه.
په اعلاميه کې راغلي : (( موږ د ملي يووالي حکومت مشرانو او ټاکنيزو کميسيونونو ته يادونه کووو، چې ددې اعلاميې تر خپرېدو وروسته په راتلونکو دوو اونيو کې دې د ټاکنو د روڼوالي د تضمين لپاه راندې اقدامات وکړي.))
لومړى : د راى ورکوونکو بايوميټرک کول او ددې کار تضمين د اړوندو مسوولو ارګانونو لخوا، او په راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو کې د فني مراجعو لخوا ددغه کار عملي کول.
دويم : د سياسي ګوندونو او جريانونو د طرحو سره سم دې په ټاکنيز سيستم کې بدلون راوستل .
درېيم : له ټولو ټاکنيزو پروسو څخه د څار په موخه سياسي ګوندو نو او مدني ټولنو ته د څارنې اسانتيا برابول.
په ياده اعلاميه کې ګواښنه شوې، که چېرې حکومت او ټاکنيز کميسيونونه د يوې ملي پروسې په توګه د ټاکنو روڼوالي لپاره په ياده شوې موده کې کوم اقدام ونه کړي، سياسي ګوندونه او جريانونه د هېواد د نافده قوانينو په رڼا کې پر نورو لارو چارو غور وکړي.
دغه راز يادو سياسي ګوندونو او جريانونو له نړيوالې ټولنې غوښتي دي، چې د افغانستان د خلکو هيلو او غوښتنو ته چې د رڼو ټاکنو په اړه دي، جدي ونيسي او پرې نږدي چې په راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ وشي.
د کابل په دغه غونډه کې عطاء محمد نور، يونس قانوني، اسماعيل خان، زلمى رسول، محمد محقق، همايون همايون، ظاهر قدير، ډاکټر انوار الحق احدي، رحمت الله نبيل او د جنبش ګوند لخوا بشيراحمد ته ينج ، يو شمېر نورو سياسي څېرو او د ملي شورا غړو برخه اخيستې وه.
login or register a new account.