ژبه

تازه خبرونه
د طالبانو دقطر دفتر پلاوی له ازبکستان سره پر سولې خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۷) : د طالبانو د قطر دسیاسي دفتر یوپلاوی ددغه دفتر درییس په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.

دطالبانو دقطر دفتر لخوا د زمري په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  د سیاسي د فتر یوپلاوی  د د فتر د رئيس شیر محمد عباس ستانکزي تر مشري لاندې د روان کال د اګست د میاشتې له شپږمې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د ګاونډي هیواد ازبکستان د چارواکو په بلنه هغه هیواد ته سفر درلود.

سرچینې زیاته کړې، په دې سفر کې نوموړې پلاوي د ازبکستان د بهرنیوچارو وزیر  عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر استازي ښ عصمت الله ارګاشیف سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې سففر پر مهال په افغانستان کې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې وکړې. همداشان له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول.

login or register a new account.

ورته موضوع