کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سعودي له وليعهد سره د راتلونکي لوى اختر پر مهال په افغانستان کې پر کېدونکي اوربند خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون د سعودي له وليعهد شهزاد محمد سلمان سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې دواړو مشرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر امنيت او سولې پروسې هم خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پومپيو او محمد بن سلمان د راتلونکي لوى اختر پر مهال په افغانستان کې د کېدونکي اوربند په اړه هم بحث کړى او ترې يې ملاتړ کړى دى.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې دغه راز دوى د سوريې، عراق او يمن پر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
د يادونې ده، د تېر کوچني اختر پر مهال د افغانستان حکومت له طالبانو سره ١٥ ورځې يو اړخيز اوربند کړى و، خو طالبانو يواځې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړى و.
login or register a new account.