ژبه

په هلمند کې ټپي شوي امريکايي کومانډو سرتېري ساه ورکړه

کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى چې په افغانستان کې يې يوه ټپي شوي سرتېري په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د دغه وزارت له خوا د زمري په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو دغه ٣٦ کلن سرتېرى د تېرې سه شنبې په ورځ په هلمند ولايت کې د ګزمې پر مهال په چاودنه کې ټپي شوى و.

سرچينې زياته کړې چې هغه تر پېښې وروسته روغتون ته لېږدول شوى و، خو په روغتون کې يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د امريکا د دفاع وزارت د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د دغه سرتېري په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شوو امريکايي سرتېرو شمېر ٤ او په دغه کال کې د ټولو وژل بهرنيو سرتېرو شمېر اوو تنو ته ورسېد.

تېره اوونۍ په پروان ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د چيک جمهوريت درې سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.