ژبه

ولسمشر غني طالبانو سره د ۳ میاشتو لپاره مشروط اوربند اعلان کړ

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۹۷) : ولسمشر اشرف غني د عرفې له ورځې تر میلاد النبي پورې د درېیو میاشتو لپاره له طالبانو سره اوربند اعلان کړ.

ولسمشر چې نن د زمري په ۲۸مه، د هیواد د خپلواکې د ۹۹مې کلیږې دنمانځلو په مراسمو کې یې د دارالامان په قصر کې وینا کوله، وویل، چې داوربند به په ټول هیواد کې عملي کیږي.

هغه زیاته کړه، چې لوی اختر رسیدلی، له به بیلا بیلو خلکو سره چې پکې دیني عالمان، سیاسي ګوندونه، سیاسي او ملي شخصیتونه، ښځې، د مدني ټولنې فعالان، ځوانان ، د سولې شورا او د ۳۴ ولایتونو له خلکو سره یې داوربند په اړه مشورې وکړې.

دغه راز ولسمشر وویل، چې د اسلامي نړۍ د علماوو، چې په مکه مکرمه کې راټول شوي وو او د اسلامي هیوادونو د سازمان او د خادم الحرمین الشریف دسعودي پاچا غوښتنو ته په درناوي او د افغانستان د علماوو او سولې شورا د غوښتنې له مخې یو ځل بیا دې لپاره چې هیواد د اختر ورځې د سولې اوارامۍ په فضا کې ولمانځي، په هیواد کې اوربند اعلانوي.

 خو ولسمشر دغه اوربند د طالبانو لخوا د اوربند له اعلان مشروط کړی  اوزیاته کړې، هرې مودې چې طالبان وغواړي، دا اوربند غځولی شي.

اشرف غني زیاته کړې، داوربند اعلان په دې مانا ده، چې دواړه لوري یې اعلان کړي، او ددې اوربند برقراره ساتل د طالبانو دریځه پورې تړاو لري.

ولسمشر وایي : (( اوربند نه یواځې موږ ته د غازي امان الله خان نیمګړي فصل بشپړولو ته زمینه برابروي ، بلکې موږ ته د یو نوي فصل د پیلولو زمینه هم برابروي.))

هغه د طالبانو پر رهبرۍ غږ وکړ، چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی ښکاره کړي.

د یادونې وړ ده، چې دتیر کوچني اختر پر مهال حکومت د ۱۵ ورځو او طالبانو د درېیو ورځو اوربند اعلان کړی .