کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۷): د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف د روسیې له سفیر سره په افغان سوله کې د دغه هېواد پر رغنده رول خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا له خوا د زمري په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر په کابل کې د فدراتیفې روسیې له سفیر الکساندر مانتیسکي سره په لیدنه کې د سولې په بهیر کې د پرمختګ او د کابل ـ مسکو تر منځ د اړیکو پر پراختیا بحث وکړ.
سرچینې زیاته کړې، د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي وویل، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې پروسې د بري لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر د سولې په بهیر کې د مسکو د مرستو قدرداني وکړه او له دغه هېواده یې وغوښتل چې پر وسله والو طالبانو فشار راوړي چې له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي .
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو فعالیت او د نشه يي توکو کښت او قاچاق ته د طالبانو جګړه ييزو فعاليتونو زمینه برابره کړي ده.
ملي امنیت سلاکار وویل، که طالبان جګړه ودروي نو په افغانستان کې به د بهرنيو ترهګرو فعاليتونه محدود او د دوی د ځپلو هڅې به متمرکزې شي.
هغه د سولې او مذاکراتو په برخه کې د پاکستان اوسنۍ پاليسي ناسمه وبلله؛ وې ويل چې پاکستان بايد د سولې له بهير سره رښتينې مرسته وکړي.
د روسیې سفیر السکاندر مانتیسکي وویل، په افغانستان کې امنیت د سیمې په ګټه دی او دوی چمتو دي چې د ثبات ټینګېدو لپاره له افغان حکومت سره هر راز همکاري وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې د روسیې له سفیر سره لیدلي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې سپټمبر میاشتې په څلورمه نېټه د افغان سولې په اړه په مسکو کې غونډه جوړه شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې او هغوی منلې ده.
طالبانو ته یوې نږدې سرچینې هم پژواک ته منلې وه چې د قطر دفتر پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون کوي، خو تر اوسه طالبانو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، د طالبانو د قطر دفتر پلاوي په دې وروستیو کې ازبکستان او اندونیزیا ته هم سفرونه کړي دي.
login or register a new account.