ژبه

ولسمشر غني: د وېشل شویو تذکرو د اساس کتابونه دې کابل ته ولیږدول شي

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۷) : ولسمشر اشرف غني د ولایاتومسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د وېشل شویو تذکرو د اساس کتابونه دې کابل ته ولیږدول شي.

له ارګ څخه پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماسپښین په ارګ کې د توحید له ملي مرکز څخه د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې په مرکزي ډیټابیس کې د وېشل شویو تذکرو د معلوماتو د داخلولو د لا چټکټیا په خاطر د ویډیويي کنفرانس له لارې د پنځلس ولایتونو له والیانو او له ملکي او نظامي مسوولانو سره خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت او چټکتیا په خاطر والیانو او اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د وېشل شویو تذکرو د اساس کتابونه په درې ورځو کې له ولسوالیو څخه د ولایتونو مراکزو ته او له هغه ځای څخه د هوا له لارې کابل ته ولیږدوي.

 

login or register a new account.