کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٧) : د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او د هغوى پر ضد د اقدام کولو په اړه ناندرۍ زياتې شوې دي.
پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د پاکستان نوي لومړي وزير عمران ته ټيلېفون کړى او هغه ته يې د دندې مبارکي ورکړه.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز په دې ټيلېفوني اړيکه کې پومپيو له عمران خان غوښتي چې په خپل هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي، ځکه چې د هغه په وينا، د پاکستان دغه اقدام د افغانستان سولې لپاره اړين دى.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه رد شوې او پرې نيوکې شوې دي.
پاکستان ويلي چې په دې ټيلېفوني اړيکه کې د ترهګرو په اړه خبرې نه دي شوې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل له امريکا غوښتي چې خپله خپره شوې خبرپاڼه تصحيح کړي.
خو دامريکا د بهرنيو چارو زارت وياندې هيتر نورټ پرون يو ځل بيا د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دوى په خپلې خبرپاڼې کلک ولاړ دي او په ټيلېفوني اړيکه کې د ترهګرو ډلو په اړه هم خبرې شوې دي.
login or register a new account.