ژبه

چين په افغانستان کې  د نظامي اډې جوړولو په اړه راپورونه رد کړل

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٧): د چين د بهرنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان په شمالي برخه کې يې د يوې پوځې اډې جوړولو کار پيل کړى دى.

تر دې مخکې ځېنو سيمه ييزو او غربي رسنيو راپور ورکړى و چې چين د افغانستان په شمالي سيمه بدخشان ولايت کې د يوې نظامي اډې جوړولو چارې پيل کړې دي.

سرچينو زياته کړې چې چين به په دې اډه کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي او قوي امکان شته چې چين هلته خپل ځواکونه هم مېشت کړي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت دا اوازې او راپورونه رد کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوچون ينګ په بيجينګ کې خبريالانو ته ويلې چې دغه راپورونه حقيقت نه لري او ناسم دي.

هغې چې په يوې خبري غونډې ته وينا کوله، زياته  کړې چين تر اوسه افغانستان ته د خپلو سرتېرو لېږلو کوم پلان نه لري.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې ګواکې چين د افغانستان په بدخشان ولايت کې چې له چين سره ګډه پوله لري، د پوځي اډې د جوړولو پلان لري.

خو سرچينو تر دې مخکې ويلي وو، په  دې اړه د افغانستان او چين د پوځي مسوولينو او مشرانو تر منځ خبرې شوې دي.

د سرچينې په وينا، افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر او د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي چين ته د سفرونو پر مهال په دې اړه خبرې کړې دي، خو تر اوسه دواړه هېوادونه په دې اړه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د د ١٣٩٦ لمريز کال د سلواغې په ٢٨مه، د افغانستان حکومت ويلي وو، چې په هېواد کې د چينايي ځواکونو د حضور او پوځي اډې جوړولو موضوع تر اوسه نه ده مطرح شوې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا ويلي وو ، د سيمې د نورو هېوادونو په څېر د  چين ولسي جمهوريت او خلک يې هم د ترهګرۍ قرباني دي، چين له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان او سيمې سره همکار هېواد دى.

سرچينې ويلي، د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې او همکارۍ پراخ ابعاد لري، خو په افغانستان کې د چينايي ځواکونو د حضور موضوع اصلاً نه ده مطرح شوې.

login or register a new account.