کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٧): د انجنير حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خليلزاد د ټاکل کېدو هرکلى کړى دى.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى هم د رسنيو له لارې خبر شوي چې زلمى خليلزاد د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه ټاکل کېږي.
سرچينه کاږي، زلمی خليلزاد چې په خټه افغان او په افغانستان کې يې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کړې، نه يواځې دا چې د افغانستان له روان بحرانه په بشپړه توګه واقف دی، بلکې په سيمه او نړۍ کې وتلی، تجربه لرونکی او پېژندل شوی ډيپلومات ګڼل کېږي.
سرچينه زياتوي: ((موږ هيله لرو چې نوموړی به د افغان ولس غوښتنو ته په کتو د دايمي سولې، ثبات او امنيت د تامين تر څنګ په افغانستان کې د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، حزب اسلامي افغانستان د امريکا د متحده ايالتونو له لوري په افغانستان کې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه د خليلزاد ټاکل کېدل تر بل هر امريکایي تبعه له دې کبله مثبت او پر ځای ګام بولي چې هغه د افغانستان د خلکو له رسمي ژبو، فرهنګ او سياست سره تر هر چا ښه بلدتيا لري.
دې جهادي ګوند، زلمي خليلزاد ته د نوي ماموريت د بريا هيله څرګنده کړې ده.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې امريکايي رسنيو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د خليلزاد د ټاکل خبر ورکړى و، خو تر اوسه سپينې ماڼۍ په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي.
login or register a new account.