کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٧): امريکا له پاکستان سره ٣٠٠ ميليونه ډالره مرسته له دې امله درولې چې دغه هېواد له ترهګرو سره جدي مبارزه نه کوي.
د امريکا د دفاع وزارت د وږي په ١١مه اعلان کړى چې يادې پيسې به په بل کوم مناسب ځاى کې، هلته چې اړتیا یې ډېره وي، ولګول شي.
په دې وروستيو کې امريکايي چارواکو بار بار له پاکستانه په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنې کېدې، خو هغوى د قناعت وړ ځواب نه ورکاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ څو مياشتې مخکې پاکستان دوى پر تېر ايستلو تورن کړ او ويې ويل چې پاکستان له دوى څخه ميلياردونه ډالر اخيستي، خو د واشنګټن غوښتنو ته يې پاملرنه نه ده کړې.
د امريکا د دفاع وزارت وياند ډګروال فالکنر په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي، د امریکا پوځ پرېکړه کړې چې پاکستان ته ورکول کېدونکې ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته نوره بندوي.
خو د امريکا د دفاع وزارت دغه پرېکړه بايد د کانګرېس له خوا تاييد شي.
ډګروال فالکنر وویل، پر اسلام اباد د دې مرستو بندېدل به دغه هېواد وهڅوي چې ترهګر "له توپیر پرته" په نښه کړي.
د امريکا د دفاع وزير ويلي، دوى دې پايلې ته رسېدلي چې پاکستان د دوى غوښتنې له پامه غورځولې او د ترهګرو پر ضد جدي اقدامات نه کوي.
امريکا دغه مرسته په داسې حال کې بنده کړه چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير اسلام اباد ته سفر وکړي.
د يادونې ده، د روان زېږديز کال په لومړيو کې هم امريکا پر پاکستان ٥٠٠ ميليونه ډالر مرسته درولې وه چې له دې سره ټول ٨٠٠ ميليونه ډالره شول.
د سياسي چارو کارپوه شفيق همدم وايي چې پاکستان په پرله پسې توګه له طالبانو ملاتړ او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې امريکا نور د پاکستان له دروغجنو ژمنو ستړې شوې وه او اړه شوه چې دا ډول جدي اقدامات ترسره کړي.
login or register a new account.