کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پخوانى قوماندان جنرال نيکولسن وايي چې روسيه غواړي په افغانستان کې د دوى پوځي لاسته راوړنې تر پښو لاندې کړي.
جنرال نيکولسن په افغانستان کې له شاوخوا دوه نيم کاله ماموريت وروسته نن خپله دنده نوي امريکايي جنرال مېلر ته وسپارله.
هغه د خپلې دندې په وروستۍ ورځ له امريکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې دوى د روسيې له دغه ناوړه هدفه خبر شوي دي.
د نوموړي په وينا، روسيه د افغانستان د بې ثباته کولو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د امريکا او متحدينو تر منـځ اختلافاتو ته لمن وهي.
جنرال نيکولسن دغه راز ادعا کړې ده چې روسيه د سيمې په هېوادونو او چارو کې په پرله پسې توګه لاسوهنې کوي.
هغه ويلي: ((دا اوس له چا پټه خبره نه ده چې روسيه زموږ او د افغانستان په ګډون منځنۍ اسيا هېوادونو د متحدينو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهي.))
خو نيکولسن اوس هم پر دې باور دى چې مسکو د سيمې او افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولى شي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم جنرال نيکولسن او نورو امريکايي چارواکو روسيه تورنه کړې چې له وسله والو طالبانو سره نظامي او مالي مرستې کوي.
خو روسيې دا تورونه رد کړي دي.
login or register a new account.