کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٧): امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د داعش د څلورم مشر ابو سعد اورکزي وژل کېدل تاييد کړل.
په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ١٣ مياشتو کې دا د داعش څلورم مشر دى چې په افغانستان کې وژل کېږي.
سرچينې زياته کړې چې ابو سعد اورکزى د تېرې اګسټ مياشتې په ٢٥مه په ننګرهار ولايت کې په هوايي بريد کې وژل شوى و.
د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې امريکا او متحدين يې په افغانستان کې د همدې لپاره مېشت دي، څو د ترهګرو ډلو د فعاليتونو او له دغه هېواده پر نورو سيمو د بريدونو مخه ونيسي.
هغه زياته کړې چې د افغان شخړې هواري لپاره نظامي فشار اړين دى او دا ستونزمن کار هم دى.
د يادونې ده، ابو سعد اورکزی د ابو سعيد باجوړي تر وژل کېدو وروسته د داعش ډلې مشر ټاکل شوى و، باجوړى د ٢٠١٧ زېږيز کال د جولاى په ١٤مه په کونړ ولايت کې ووژل شو.
تر دې مخکې داعش بل مشر عبدالحسيب لوګری هم د ١٣٩٦ لمريز کال د غويي په اومه په ننګرهار ولايت کې د افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دى.
په افغانستان کې د داعش ډلې تر رامنځته کېدو وروسته د دې ډلې لومړى مشر حافظ سعيد خان چې هغه د اورکزو ايجنسى اوسېدونکى و، د ١٣٩٥ لمريز کال په زمري مياشت کې په ننګرهار ولايت کې وژل شوى و.
login or register a new account.