کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷) : په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ویلي. چې دافغانستان په ختیځ کې د یوه داخلي برید پر مهال یې یو سرتیری وژل شوی دي.
په کابل کې د یادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پیښه نن دافغانستان په ختیځ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې دیوه داخلي برید پر مهال یې یو سرتیری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
خو په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې وړ د ه، چې دوه میاشتې مخکې په اروزګان ولایت کې هم د یوه داخلي برید پر مهال دریو امریکایی سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
دې سره په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیره شپږو تنو ته ورسیده.
login or register a new account.