کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب چې امریکا ته په رسمي سفر تللی، هلته يې د ځوانو افغان پیلوټانو د روزنې شپږ میاشتنى پروګرام پرانيست.
د ملي امنيت شورا وياند قادرشاه د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ځوان افغان پیلوټان چې شمېر یې ۳۱ تنو ته رسېږي، د اې سي ۲۰۸ ډوله جنګي الوتکو د کارونې، پرواز او تخنیکي چارو د مدیریت په برخو کې روزل کېږي.
هغه زياته کړه، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د متحده ایالتونو له همکاریو مننه وکړه او له افغان پیلوټانو سره یې خپلې سپارښتنې او لارښوونې شریکې کړې.
محب وویل، دغه پرمختللې جنګي الوتکې چې په مډرنو کشفي او جنګي وسایلو سمبال دي، د افغانستان روان جنګي حالت ته په کتو انتخاب شوې دي.
نوموړي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو د مورال او جنګي وړتیا څخه د قدردانۍ کولو تر څنګ افغان پیلوټانو ته وویل، جنګي لیکو ته د دوی په راتګ سره به ګڼ شمېر ولسي وګړي د ترهګرو له ناروا کړنو خوندي شي.
محب پيلوټانو ته دا هم وويل چې خپلې ستونزې او اړتیاوې د افغان سفارت له لارې له دوی سره شریکې کړي، څو په وخت ورته رسېدنه وشي.
قادر شاه وايي، اې سي ۲۰۸ ډوله الوتکې چې ټاکل شوې لومړۍ بسته یې په راتلونکي میلادي کال کې افغان هوايي ځواکونو ته وسپارل شي، په خورا پرمختللو تخنیکي او جنګي وسایلو سمبال دي.
دا الوتکې په یو وخت کې د کشف او برید دواړه دندې اجرا کولی شي.
login or register a new account.