کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د سياسي چارو شنونکي د لومړي وزير عمران خان له خوا افغانانو او بنګاليانو ته د پاکستان د تابعيت ورکولو په اړه بېلابېل ډول نظرونه لري.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون په کراچۍ ښار کې اعلان وکړ چې د افغانستان او بنګله دېش هغو کډوالو ته چې دلته زېږېدلي د پاکستان تابعيت ورکوي.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي او نه هم دا ويل شوي چې دا اعلان يواځې په کراچۍ کې مېشت افغان کډوالو لپاره و که د ټول پاکستان لپاره.

عمران خان وویل، په پاکستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان او بنګله دېش ګڼ شمېر کډوال زيږېدلي، خو دوی لا هم د دغه هېواد تابعيت نه لري.

د هغه په وینا، د نړۍ په هر هېواد کې زېږېدونکی ماشوم حق لري چې د هماغه هېواد تابعيت ولري.

ليکوال او ژورناليست نعمان دوست وايي، هر هېواد خپل اصول لري. ځيني اروپايي هېوادونه، امریکا او کاناډا هم ځينو خلکو ته چې ټاکلي شرایط پوره کړي، تابعیت ورکوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، پاکستان ممکن هغو خلکو ته تابعيت ورکړي چې پانګوال يا صنعتکاران دي. په دغه کار به دغه افغانان، که افغانستان کې امن هم راشي، نو بیا به هم خپل وطن ته زړه ښه نه کړي او پانګې به یې هملته په ګردش کې پاتې شي او ګټه به يې پاکستان ته رسېږي.

د دوست په وينا، دغه کار ایران هم کوي، خو په ډېره ظالمانه لاره، داسې راپورونه شته چې ايران هغو افغان کډوالو ته تابعيت ورکوي چې په سوریه کې د ایران لپاره وجنګېږي، ګڼ شمېر افغانانو د همدې امتیاز ترلاسه کولو لپاره خپل سرونه هم وبایلل.

ده زياته کړه: ((هر هېواد د خپلو ګټو په فکر کې دی، زما په اند افغان حکومت ته او هر هغې ډلې ته چې خلک یې له ډاره خپل وطن ته نه شي راتللی او د پردیو هېوادونو تابعیت ته هوسېږي، ستر شرم دی، ستر پېغور دی.))

د هغه په وينا، که دلته وضعیت ښه وای، ولې به داسې کېدل، باید دوی وطن ته د راتګ لپاره هڅول شوي وای، دوی ته د پانګونې شرایط مساعد شوي وای، تل به بهرنۍ مرستې نه وي.

د سياسي چارو بل کارپوه شفيق همدرد وايي، که څه هم په شخصي او انفرادي لحاظ په پاکستان کې مېشت ځيني افغان کډوال پر دې توانېدلي چې د پاکستان شناختي کارت (تابعیت) ولري، خو په رسمي کچه د عمران خان دغه اقدام بې ساری دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د عمران خان دغه اعلان په داسې مهال کېږي چې د نوازشریف په تېرحکومت کې د هغه د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار له افغانانو څخه د تابعیت اخیستلو لپاره ډېر جدي کمپاين وکړ او له زرګونو افغان کډوالو يې شناخته کارډونه راټول او حتی هغوی بندیان هم کړل.

دى وايي، د پښتونخوا ملي عوامی ګوند مشر محمود خان اڅکزی، عوامي نېشنل ګوند او ځېنو نورو ملتپالو څو وارې دا غوښتنه کړې وه،چې دلته مېشت افعان کډوالو ته باید د اوسیدو قانوني حق ( تابعیت ) ورکړل شي، خو رد شوې وه.

همدرد وويل، که چیرې ريښتیا هغو افغانانو ته،چې له ځينو عذرونو له امله لا هم په پاکستان کې مېشت دي او پرته له کوم شرطه ورته تابعیت ورکړل شي؛ نو دا به د هغوی لپاره ښه خبره وي ځکه په يوه شناخته کارډ سړی پاکستاني کېږي نه.

دى وايي: ((زه په دې نظر يم، چې عمران خان دا کار د احساساتو او پرته د پوځ له مشورې کړی! ځکه پوځ پوهېږي،چې دا کاربه د دوی لپاره نوې ننګونې را وزېږ وي.))

هغه وايي، چې دا کار غیر عملي دی او هېڅ امکان نه لري،چې پوځ دې دا لوی خطر ومني او که عمران خان و غواړي،چې دا کار د پوځ له اجازې پرته وکړي؛ نو ستونزې به يې د پوځ سره ډېرې او کېدای شي د نواز شریف او بې نظیر بوټو په برخلیک اخته شي.

خو همدرد زياتوي، خو که چېرې دا کار عمران خان د پوځ په مشوره کړی وي؛ نو بیا ومنئ،چې د افغانستان لپاره د پاکستان په ځانګړې توګه د پوځ په تګلاره کې بالکل بدلون راغلی.

سياسي کارپوه او په پېښور کې پخوانى افغان کونسلر احمد سعيدي وايي، چې د پاکستان دا پرېکړه د افغانانو لپاره له ستونزو ډکه او بحراني به وي.

هغه د فيسبوک پخپله پاڼه کې ليکلي، که دا پرېکړه عملي بڼه خپله کړي، نو ډېرى پانګه لرونکي افغانان به د نورو عربي او اروپايي هېوادونو پر ځاى پاکستان ته مخه کړي.

ليکوال او کارپوه خوشال خليل بيا په دې اړه يوه ليکنه کړې ده، چې د پژواک په ويب سايټ کې هم خپره شوې ده.

هغه وايي، پاکستان په نړۍ کې یوازې د تروریزم د ملاتړ په خاطر بدنام نه دی، بلکې دغه هېواد د انسانانو بشري اساسي حقونو ته هم ژمن نه دی، په نړیواله کچه پرې نیوکې موجودې دي او له دغه هېواده د انساني حقونو ډېر بد تصویر نړۍ ته وړاندې کېږي.

ده زياته کړې: (( زما له نظره د عمران خان د کراچۍ د وینا علت په نړیواله کچه د خپل تصویر ښه کول او بېرته نړیوال باور ترلاسه کول دي. ))

هغه ليکلي، پاکستان د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه منلې او د سیاسي او مدني حقونو له نړیوال کنوانسیون سره یو ځای شوی دی، خو د دغو نړیوالو تړونونو مواد یې نه دي عملي کړي او هر د ملګرو ملتونو کې د بشر د حقونو شورا کې هر کال ټيټې سترګې ناست وي.

د خليل په وينا، د پاکستان حکومت به ممکن څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې همدا خبره ډېره راپورته کړي او ښکاره به کړي چې دوی نړیوالو نورمونو، پروتوکولونو او بشري حقونوته ژمن دي او زیاته تبلیغاتي استفاده به ورنه وکړي.

هغه وايي، که پاکستان هلته مېشتو زېږېدلو افغانانو ته تابعیت ورکړي، په کور دننه له ستونزو سره مخ کېږي، د بېلګې په توګه بلوچستان کې زیات افغانان مېشت دي که دوی پاکستانى تابعیت ترلاسه کړي، نو هلته د بلوڅانو نفوس نور هم کمېږي او هغوی به یې مخالفت وکړي.

د خوشال خليل په وينا، دغه راز کراچۍ ښار کې به افغانانو ته د تابعیت په ورکولو د کراچۍ اردو ژبې مخالفت وکړي. نو دا کېسه دومره اسانه نه ښکاري.

هغه وايي، پاتې شوې دا نورې خبرې چې له دې سره به د پاکستان ملاتړي زيات شي يا له افغانانو نه به ابزاري استفاده وکړي، هغه کار خو يو شمېر افغانان بې له تابعیته هم ورته کوي او خپلو نږدې کسانو ته د خپلو قوانینو خلاف هم تابعیت ورکوي او ډېرو اخیستی هم دی.

د سياسي چارو کارپوه انتظار خادم که څه هم وايي چې دا کار په نورو هېوادونو ، اروپا او امريکا کې معمول دى، خو د پاکستان دې پرېکړې او اعلان سره مخالفت ښيي.

هغه پژواک ته وويل چې پاکستان دې لومړى افغانستان سره د سولې، امنيت او سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ وکړي، د تابعيت پر مسئله دې وروسته بحث وکړي.

د خادم په وينا، پاکستان هغه څه نه کوي چې اعلان يې کوي، دا کمپايني خبرې دي چې عمران خان غواړي د (نوي پاکستان) په اړه خپله داعيه قوي کړي.

نوموړي زياته کړه، ډېرو افغانانو په پاکستان کې لوړې زده کړې کړې دي، هلته تجارتونه لري، که تابعيت ورکولو سره هلته پاتې شي، نو افغانستان به د ځواک له کمښت سره مخ شي.

خادم داهم وويل چې ډېرى کډوال هلته پښتانه دي او د ډيورنډ پولې ته نږدې مېشت دي، نو هغوى ته به په خپله خاوره کې تابعيت ورکوي او دا به د ډيورنډ داعيه کمزورې کړي.