ژبه

تازه خبرونه
افغانستان، روسيې او هند له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٧) : افغانستان له روسيې او هندوستان سره د ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه د داعش ډلې پر ضد د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د تلې په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په ايران کې د سيمه ييز امنيتي ناستې په څنډه کې د هندوستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر اجيت دوول او د روسيې د ملي امنيت سلاکار نيکولای پاتروشف سره جلا کتنې وکړې.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان او هندوستان د ملي امنيت د سلاکارانو په ليدنه کې دواړو لورو د سيمه ييزو همکاريو پر پياوړتيا، له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه او په ځانګړي ډول د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو په اړه مفصلې خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان او هند د ملي امنيت د سلاکارانو په ناسته کې د داعش ترهګرې ډلې د فعاليتونو د مخنيوي پر لارو چارو د ځانګړي بحث ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګريزو او اقتصادي موضوعاتو هم خبرې وشوې.

سرچينه وايي، دغه راز د ملي امنيت سلاکار محب د روسيې د ملي امنيت له سلاکار نيکولای پاتروشف سره په جلا ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او پرمختګونو خبرې وکړې.

د دواړو هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو په سيمه کې ترهګريز ګواښونه په ځانګړي ډول د داعش ترهګرې ډلې د فعاليتونو د له منځه وړلو په موخه د همغږيو او همکاريو پر بهبود بحث وکړ. د دې ترڅنګ د نشه يي توکو د توليد او قاچاق پر مخنيوي هم دواړو لورو خپل نظرونه تبادله کړل.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په يوه بله جلا ليدنه کې د چين ولسي جمهوريت د ملي امنيت کمېسيون له مرستيال ډونګ جينګ وي سره هم وکتل.

جينګ وي چې د سيمه ييز امنيتي بحث په ناسته کې د نوموړي هېواد د پلاوي مشري کوي له افغان لوري سره يې د سيمه ييز ثبات، له ترهګرۍ سره مبارزه او دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې.

login or register a new account.