کابل (پژواک، ٥ تله ٩٧): نن له هوايي دهلېز څخه اروپا، چین، روسیې او د هند ټولو ښارونو ته د افغاني تولیداتو صادرات پيل شول.
د افغاني صادراتو له زیاتېدو څخه د ملاتړ په پار د افغان حکومت له خوا د شپږو هوايي دهلېزونو له جوړېدو وروسته نن اروپا، چین، روسیې او د هند کلکتې ښار ته د افغانستان د داخلي توکو د لېږد بهیر د افغان لوړ پوړو چارواکو، د فنلنډ، اېټالیا، اروپايي اتحادیې هېوادونو د استازو او خصوصي سکتور په شتون کې پیل شو.
په هغو مراسمو کې چې نن د یادې موضوع په اړه د کابل په نړیوال هوايي ډګر جوړ شوي و د افغان حکومت په استازیتوب د سوداګرۍ او صنعت وزارت مالي او اداري مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي وویل: ((د افغان حکومت لید لوری د افغانستان د سولې او ملي پرمختګ(ANPDF) په چوکاټ کې صادراتي افغانستان په د وارداتي افغانستان بدلول دي. د نورو مواردو په څنګ کې د هوايي دهلېزونو جوړېدل یوه له هغو لارو ده چې دې موخې ته پرې رسېږو. حکومت په دې باور دی چې د خصوصي سکتور تقویه د هېواد د اقتصادي نظام د تقویه کېدو په معنا دی او د اقتصادي نظام تقویه زموږ د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو لامل ګرځي.))
دغه راز د اروپايي ټولنې د هېوادونو هغو استازو هم د هوايي دهلېزونو جوړېدل د اروپایي ټولنې او افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله چې په دې مراسمو کې یې ګډون درلود او له دې پروګرام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
بلخوا د خصوصي سکتور په استازیتوب د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي له حکومت څخه د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره مننه وکړه او له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په رامنځته کېدو یې هم ټینګار وکړ.
login or register a new account.