کابل (پژواک، ٥ تله ٩٧) : د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مالي او نظامي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ملي شورا وياند او دستراتېژيکو اړيکو رييس قادر شاه د تلې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار دغه څرګندونې د ايران په پلازمېنه تهران کې د پنځو هېوادونو ترمنځ په امنيتي ناسته کې وکړې.
هغه زياته کړه،په دغه ناسته کې د ايران، افغانستان، چين، روسيې او هندوستان د ملي امنيت سلاکارانو برخه اخيستې وه.
د قادر شاه په وينا، ددې ناستې ګډونوالو په سيمه ييزه کچه له ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د داعش ډلې پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.
دافغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب يادې ناستې ته په خپله وينا کې ترهګرو ډلو سره د مالي او نظامي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، څو پورې چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره دا ډول مرستې کېږي، نو له هغوى سره اغېزمنه مبارزه نه شي کېدلى.
محب ټينګار وکړ چې دا ډول ناستې بايد په دوامداره توګه ترسره شي .
د ملي امنيت سلاکار په داسې حال کې پر ترهګرو د مالي او نظامي مرستو د بندولو غوښتنه کړې، چې د ايران، پاکستان او روسيې په ګډون ځينې هېوادونه په افغانستان کې له ترهګرو سره پر مالي او پوځي ملاتړ تورن دي.
د ايران د ملي امنيت سلاکار علي شمخاني څو ورځې مخکې په دغه هېواد کې ترهګريزې پېښې ته په اشارې سره وويل چې ځينې هېوادونه دترهګرۍ پر ضد دوه ډوله تګلاره پرمخ وړي.
د هغه په وينا، ځينې هېوادونه په ښکاره له ترهګرۍ سره د مبازرې دعوې کوي، خو د پر دې تر شا بيا حقيقت بل ډول وي.
login or register a new account.