ژبه

د افغانستان د علماوو شورا پلاوی نن له پاکستاني پلاوي سره خبرې کوي

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۷): د افغانستان د سولې او علماوو شورا ګډ پلاوی چې اسلام اباد ته تللی، نن له پاکستاني پلاوي سره خبرې کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، د تلې په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د سولې او علماوو شورا ګډ پلاوی پرون اسلام اباد ته تللی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې د پلاوي مشري د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم کوي او په کې عطا الله لودین او نور شامل دي.

یاده سرچینه وایي، چې افغان او پاکستاني پلاوي به د دواړو هېوادونو د علماوو د ګډ کنفرانس د جوړولو په اړه خبرې وکړي.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې دواړه پلاوي نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د دغه وزارت د چارواکيو په شتون کې ګوري.

سرچینې زیاته کړې، چې دوی به افغانستان کې د سولې په اړه او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې په تړاو هم مشورې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر او لیدنه د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل د ګډ پلان د پرېکړو یوه برخه ده.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د سفر پر مهال د (عمل پلان) د پرېکړو پر عملي کولو هوکړه کړې وه.

د دواړو هېوادونو تر منځ د عمل پلان تړون څو میاشتې مخکې په کابل کې لاسلیک شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اجراییه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله پرون په نیویارک کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې پاکستان د عمل پلان د پرېکړو په عملي کولو کې ناغیړي کوي.

login or register a new account.