کابل (پژواک، ٧ تله ٩٧): د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په کچه له ۱۵۰ څخه د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
له ارګ څخه د تلې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې په ۶۸ مقام کې ځای درلود.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان حکومت به د پخوا په څېر د معلوماتو په وړاندې کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون په تطبیقولو کې هراړخیزه همکاري کوي او له همکارو بنسټونو څخه یې هم په تطبیق کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
ارګ ويلي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق باید په ټولنه کې د یو ارزښت او ټولیز فرهنګ په توګه ومنل شي.
د اروپا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د قانون او ډيموکراسۍ مرکز د اطلاعاتو د لاسرسي حق ارزونې(http://www.rti-rating . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.