ژبه

عبدالقادر اشنا د سرپل نوی والي وټاکل شو

کابل  (پژواک، ٨ تله ٩٧) : د سيمه ‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، عبدالقادر اشنا د سرپل د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا دتلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شېو خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالقادر اشنا لوړې زده‌کړې او ښه تجربه لري.‌

سرچينې زياته کړې چې نوموړى ددوى په وړانديز او د ولسمشر د حکم له مخې، د سرپل د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

د سيمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عبدالقادر اشنا ته په چارو کې د بريا غوښتنه کړې ده.

جنرال عبدالقادر اشنا ترکمن دى او تر دې مخکې يې د ملي دفاع وزارت د مالي چارو د رييس په توګه دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.