کابل (پژواک، ٨ تله ٩٧) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې هېواد يې د افغان سولې لپاره د کابل د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
قريشي دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته کړې دي.
هغه زياته کړې چې افغانستان او پاکستان له تېرې يوې مودې راهيسې د بهرنيو قوتونو د ناسم پوهاوي او پاليسو ښکار شوي دي.
نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې پر فعاليتونو اندېښنه وښوده او په ډاګه يې کړه چې هېواد يې د افغان سولې پروسې لپاره د کابل د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
قريشي وويل چې هېواد يې له څو لسيزو راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو کوربه دى،په داسې حال کې چې دده په وينا، ځينې هېوادونه د کډوالو له منلو انکار کړى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغان کډوالو د ستنېدلو غوښتنه وکړه.
login or register a new account.