کابل (پژواک، ٩ تله ٩٧): د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله وايي تر هغه چې د امريکا، ناټو او ملګرو ملتونو يو قوي تعهد وي، په افغانستان کې به وضعيت ښه وي.
اجرائیه رييس دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون پر مهال په امريکا له ځايي رسنۍ (فاکس نيوز) سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې له افغانستان سره د امريکا قوي ژمنتيا اړينه او د دې نشتوالی به د افغانستان حالت نور هم کړکېچن کړي.
عبدالله وايي، تر هغه چې د امريکا، ناټو او ملګرو ملتونو يو قوي تعهد دوام ولري، په افغانستان کې به وضعيت ښه وي.
د نوموړي په وينا، که چېرې ناټو، امريکا او متحدين يې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، ترهګرې ډلې به په هېواد کې پياوړې شي.
ډاکتر عبدالله ويلي چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي دي، خو سره له دې هم د نړیوالو ډېر او دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
ډاکتر عبدالله په دې مرکه کې يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ترهګرو اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي او له دغه ځايه پر افغانستان بريدونه تنظیموي.
د هغه په وينا، که نړيوال غواړي ترهګري په بشپړه توګه ختمه شي، نو د پاکستان پر وړاندې دې خپل اقدامات ډېر او فشارونه قوي کړي.
نوموړي ويلي، دا ټولو ته په څرګنده شوې چې پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته د بریدونو، روزنې او فعاليتونو زمينه برابروي.
د يادونې ده، امريکا ته د سفر پر مهال ډاکتر عبدالله د ملګرو ملتونو کلنۍ غونـډې ته د وينا تر څنګ د يو شمېر هېوادونو له مشرانو سره ځانګړې ليدنې هم کړې دي.
login or register a new account.