کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٧): ولسمشر اشرف غني د يوه حکم له مخې خپل ستر سلاکار او د ملي امنيت شورا مرستيال دين محمد جرئت له دندې ګوښه کړى دى.
د ارګ يوې سرچينې د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه د ولسمشر فرمان نن خپور شوى دى.
پژواک د ولسمشر د دغه فرمان يوه کاپي ترلاسه کړې دې.
په فرمان کې راغلي: ((د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٣مې فقرې له مخې، د ولسمشرۍ د ستر سلاکارۍ او د ملي امنيت شورا له مرستيالۍ د دين محمد جرئت منفکي منظوروم.))
جرئت تېر کال د لړم په مياشت کې په ياده دنده ګومارل شوى و.
څو مياشتې مخکې د ننګرهار په په مرکز جلال اباد ښار کې د هغه له دفتره يو شمېر شکمن کسان، وسلې او مهمات د ملي امنيت ځواکونو له خوا نيول شوي وو.
دين محمد جرئت چې د افغانستان د جهاد او مقاومت له ارزښتونو د ساتنې په نوم يو سياسي ګوند لري، له يادې پېښې وروسته په دې وروستيو کې د خلکو تر کلکو نيوکو لاندې و.
خو د جرئت دفتر د ملي امنيت ادعا رد کړې وه.
login or register a new account.