ژبه

ولسمشر غني: له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده، موږ له هغوى پرته هم هند ته رسېدلی شو، خو دوی له افغانستان پرته منځنۍ اسیا ته لار نه شي موندلی.

له ارګه د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې پرون ماښام د پکتیا له ځوانانو، مدني او ټولنیزو فعالانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په پیل کې سمیع الله پیوند او سید رحمن نیازي د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال د حکومت فعاله ډيپلوماسي، بهرنی سیاست، د اوبو د مدیریت، د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع، د فساد او زورواکانو پر ضد د مبارزې او د قانون حاکمیت په برخو کې د ولسمشر د کوښښونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه.

سرچينې زياته کړې، هغوی همدارنګه د مچلغو بند او د زرمت سړک په ګډون په پکتیا کې د انکشافي او زیربنایي پروژو د کار د ژر پیلولو او پکتیا ته د لومړۍ درجې امتیازاتو ورکولو، د برېښنا، روغتیا، د جلغوزیو د پروسس، د کرنې او مالدارۍ د ودې، د ځوانو کدرونو د استخدام او د مسلکي لېسو جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني يادو ځوانانو ته ويلي چې د پکتیا لپاره د اداري کمپلېکس د بودجې تر څنګ په نږدې راتلونکي کې د مچلغو بند، سړکونو او نورو انکشافي پروژو کارونه پیلېږي او ولس یې باید ټینګه څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د جلغوزیو د پروسس فابریکې تر څنګ په پکتیا کې دوه سړې خونې هم جوړېږي.

هغه کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د جلغوزیو د پروسس ټولې چارې باید په لویه پکتیا کې ترسره شي.

ولسمشر غني ځوانانو ته په خطاب کې وویل: "زموږ او تاسو تړون د زړونو، فکرونو او راتلونکي تړون دی او زما موخه د څلوېښت کلن بحران پای ته رسول دي؛ ځکه موږ د تېر هېرول او راتلونکي جوړول غواړو."

ولسمشر څرګنده کړه: "موږ له پاکستانه د نا اعلان شوي جنګ درول او د خپلواک هېواد په توګه د با ثبات افغانستان زغمل غواړو؛ ځکه چې با ثبات افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی."

هغه زیاته کړه، له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده، دوی له هغوی پرته هم هند ته رسېدلی شي، خو دوی له افغانستان پرته منځنۍ اسیا ته نه شي رسېدلی.

اشرف غني وويل: "موږ د سولې پر نعمت او ارزښت پوهېږو، خو د سولې د قيمت په اړه باید ملي اجماع ته ورسېږو او په دې برخه کې د ولس ټولو اندېښنو ته اساسي ځواب ووایو. "

هغه زیاته کړه، په دې اړه نړیواله، سیمه ییزه او د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځته شوې او د سولې په برخه کې ځکه موږ د چا اجازې ته اړتیا نه لرو چې دا د ولس اساسي غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب دی.

login or register a new account.