ژبه

د شکايتونو کمېسيون په نږدې راتلونکي کې د ځينو نوماندانو د حذف د احتمال خبر ورکړ

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۹۷): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د ټاکنيزو سياليو له پيل راهيسې تر دې دمه د ولسي جرگې ټاکنو نوماندانو په اړه ۱۴۰ شکايتونه ثبت شوي دي او د دې احتمال شته چې ځينې د زياتې سرغړونې له امله له نوملړ څخه حذف شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالعزيز اريايي، نن  په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې له ۱۴۰ شکايتونو څخه ۹۰ مواردو ته يې رسيدګي شوې ده چې د شکايتونو کمېسيون پر پرېکړه به نيغ اغېز پرې باسي.

هغه زياته کړه: ((د دې شکايتونو له جملې څخه ځينې يې زيات درانه دي او تر راتلونکې يوې اونۍ به د استيناف غوښتنې په پړاو کې د هغو کسانو په اړه چې درنې ټاکنيزې سرغړونې ترسره کړي دي، پرېکړه وشي او دا احتمال شته چې ځينې نوماندان لرې شي.))

نوموړي د نوماندانو، د سرغړونو او څرنګوالۍ په اړه جزئيات ور نه کړل؛ خو ويې ويل چې د ولسي جرګې د نوماندانو ځينو کمپاين کوونکو د پوسترونو لګولو پرمهال، يو شمېر هېوادوال وهلي ټکولي دي چې دا عمل درنه سرغړونه او جرم ګڼل کېږي.

نوموړي وروستي نوملړ ته په حبس د محکوم شوو نوماندانو لار موندنې ته اشاره وکړه، ويې ويل: ((د شته ميکانيزم پر اساس مو اړوندو ارګانونو ته استعلام  واستاوه چې موږ ته معلومات راکړي او لويې څارنوالۍ ته مو مکتوب ولېږه چې په حبس او تر تعقيب لاندې کسانو نوملړ له موږ سره شريک کړي.))

د اريايي په وينا، د کمېسيون غوښتنې ته په پام سره، اړوندو ارګانونو د څه باندې ۶۰ نوماندانو معلومات را واستول او يو شمېر يې له نوملړ څخه حذف شول؛ خو هغه نوماندان چې  اوس هم په نوملړ کې دي او په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې عدلي بنسټونو کې دوسيې لري، هغه مهال معلومات  ورکړل شوي نه و.

نوموړي، دې مطلب ته په اشارې چې په حبس د محکوم شوو ځينو نوماندانو معلومات هغوی ته رسېدلي، وويل: ((مخکې ستونزه موجوده وه، خو اوس د دې کسانو په اړه قطعي قانوني پرېکړه کوو، څه چې قانون حکم کوي او پر نورو مو تطبيق کړ، له هغوی سره به هم ورته چلند وکړو.))

اريايي د رايو ورکولو مرکزونو کې د رايه ورکوونکو نوملړ نه خپرول د قانون خلاف عمل وباله او يو ځل بيا يې د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتنه وکړه چې د رايه ورکوونکو نوملړ د رايو ورکولو په مراکزو کې خپور کړي.

هغه وويل: ((د رايه ورکوونکو د نوملړ په برخه کې د ټاکنو کمېسيون له موږ سره همغږي نه لري، تر اوسه د رايه ورکوونکو نوملړ نه دی نصب شوی او په دې برخه کې تر اوسه هيچا اعتراض نه دی کړی.))

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) اجرايي مشر محمد نعيم اصغري په دې ناسته کې د ټاکنيزو کمېسيونونو تر منځ نه همغږۍ ته  اشاره وکړه، ويې ويل  چې د ټاکنو له قانون سره سم بايد د رايه ورکوونکو نوملړ خپور شي.

خو نوموړي يادونه وکړه چې د ټاکنو کمېسيون له کره دليل پرته د دې نوملړ له خپرواي ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايه ورکوونکو نوملړ د  نه خپريدا لامل د رايه ورکوونکو د ځان خونديتوب بولي، وايي، که نوملړ د رايه ورکولو مراکزو کې خپور کړي، ښايي د رايه ورکوونکو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي.

login or register a new account.