ژبه

ګوندونه: کمېسیون دې هغو کسانو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي چې نوم لیکنه یې نه ده کړې

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۹۷): سیاسي ګوندونه او جریانونه په ټاکنو کې د بایومتریک ماشینونو کارول د ټاکنو د شفافیت تضمینوونکې بولي او ګواښ کوي، که په یو شمېر مرکزونو کې څوک له بایومتریک پرته رایې ورکړي، رایه یې د منلو وړ نه ده.

د سیاسي ګوندونو ځينې غړو نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې د رایې ورکوونکو په پېژندپاڼو د سټېکر د لګولو پر مهال د درغلۍ له امله ځينو کسانو په دې بهیر کې ګډون نه دی کړی او اوس چې د بایو مټریک سیسټم څخه د ګټې اخیستو زمینه برابره ده، ټولو هغو کسانو ته دې د رایې ورکولو اجازه ورکړل شي چې پر شرایطو برابر دي.

سیاسي ګوندونه په داسې حال کې دغه وړاندیز مطرح کوي چې د ټاکنو له قانون سره په ټکر کې دی او دې ته په کتو چې د تلې د ۲۸مې د ټاکنو ترسره کېدو ته ۱۴ ورځې پاتې دي، د هغه عملي کېدل ناشوني دي.

د ټاکنو په شپږمه ماده کې چې د رایې ورکوونکو نوم لیکنې ته ځانګړې شوې ده، راغلي: ((د رایې ورکولو پر شرایطو برابر کسان دې د رایې ورکونې مرکزونو ته لاړ شي او د پېژندپاڼې او یا هغه سند له مخې دې ځان د رایې ورکوونکو په نوملړ کې ثبت کړي چې د نوموړي د هویت د ثبیت لپاره کمېسیون ځانګړی کړی دی.))

په بل ځای کې په دې اړه راغلي چې رایې ورکوونکي اړ دي چې په هغه مرکز کې رایه ورکړي چې مخکې یې په کې د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

دغه راز د ټاکنو د قانون په اتمه ماده کې چې د رایې ورکوونکو د نوملړ په ترتیب پورې اړه لري، راغلي چې کمېسیون اړ دی چې د رایې ورکوونکو نوملړ د رایې ورکونې د مرکزونو په توپير د کمېسیون د ډېټابېس له ملي مرکز سره وتړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړي همایون جریر په دې ناسته کې وویل، د نوم لیکنې او په تذکرو د سټېکر لګولو بهیر له درغلیو ډک و، نو له دې امله دوی د ټاکنو په ورځ د رایو ورکوونکو د بایومټریک غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((د ټاکنو په ورځ که د رایې ورکونې په هر مرکز کې رایې ورکوونکي بایومټریک نه شي، نو رایې یې د سیاسي ګوندونو او جریانونو لپاره د باور او منلو وړ نه دي.))

د جمعیت اسلامي ګوند غړي نور رحمن اخلاقي وویل، په راتلونکو ورځو کې به له بایومتریک ماشینونو څخه د استفادې کولو څرنګوالۍ د کمېسیون او سیاسي ګوندونو د استازو له خوا وڅېړل شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې کار کوي او د درغلۍ مخه نیسي.

نوموړي زیاته کړه چې په ښارونو، مرکزونو او هغه سیمو کې چې انټرنټ کار کوي، له بایومتریک ماشینونو څخه دې په انلاین توګه استفاده وشي، ځکه په انلاین بڼه د هغه کارول به د تکراري او باطلو رایو ستر موج ولري او د سره او ناسره رایو بېلول به ستونزې رامنځ ته کړي.

د سیاسي ګوندونو او جریانونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لیکل شوې نوم لیکنه او په رایو باندې د سټېکر د وهلو په بهیر کې د درغلۍ له امله ډېر کسان و نه توانېدل چې نوم لیکنه وکړي، له همدې امله دې حکومت ټولو هغو افغانانو ته د رایې ورکولو زمینه برابره کړي چې د رایې ورکولو په ورځ پر شرایطو برابر وي او د هویت د ثبیت سند ولري.

سیاسي ګوندونو او جریانونو دغه راز ویلي چې سیاسي ګوندونه او مدني فالان باید د معلوماتو زېرمې د پوره څار نخ لاسرسی ولري تر څو ډاډه شي چې د سمې او ناسمې رایې په توپیر کې لاسوهنه نه ده شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع