کابل (پژواک، ۱٧تله ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان ټولنیزې شبکې د ټاکنیزو سیالیو لپاره غوره وسیله ګڼي خو ځيني نور بیا ټولنیزې شبکې د خپلو سیالانو له خوا دوی ته د سپکاوي او رټلو کړکۍ بولي.
فېسبوک، ټويټر، یوټیوب، انسټاګرام، تلګرام، واټس اپ، ایمو، وایبر او نورې هغه ټولنیزې شبکې دي چې ځوانان او د ټولنې نور قشرونه یې ډېر کاروي.
همدا اوس نه یوازې د ټولنې عادي وګړي، بلکې وتلې څېرې لکه ولسمشران، لوړپوړي دولتي چارواکي، سیاسیون، خبریالان، سینما ګران، ورزشکاران د ټولنیزو شبکو له لارې خپل پروګرامونه او فعالیتونه له خلکو سره شریکوي.
له کابله ولسي جرګې ته نوماند ذبيح الله زیارمل د ولسي جرګې د نوماندانو د فعالیتونو او پروګرامونو شریکولو لپاره د ټولنیزو شبکو رول مهم او کم لګښته بولي او وايي چې له سپانسر کولو پرته بل کوم لګښت نه لري.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ د ټولنیزو شبکو له لارې له مخاطبینو سره ډېر مواد شریکوو چې زموږ هر پوسټ شاوخوا ۲۰ زره لیدونکي لري.))
له کابله ولسي جرګې ته نوماند توفیق وحدت هم د پروګرامونو په شریکولو او د ولسي جرګې د هغو نوماندانو چې تازه یې سیاست ته مخه کړې ده، د شریکولو لپاره ټولنیزې شبکې اغېزمنې ګڼي خو وايي چې خوشبین نه دی چې له دې لارې به رایې ترلاسه کړي.
نوموړي دې ته په اشاره چې په دې دوره کې هېوادوال هڅه کوي په پوهاوي رایه وکاروي زیاته کړه: ((زموږ خلک دا ځل په پوهاوي رایه کاروي او له هغو کاندیدانو سره په اړیکه کې کېږي چې له نږدې ورسره خپل لیدلوري شریکوي او پوښتنې کوي او څو ورځې وروسته د خپل ملاتړ او نه ملاتړ په اړه خبر ورکوي.))
د عاطفې طیب د ټاکنیز ټېم مسوول محمد اسحاق صابري په راتلونکو ټاکنو کې د ټولنیزو شبکو په ځانکړې توګه د فېسبوک رول مهم وباله او ویې ویل: ((موږ هم د فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو له لارې کمپاین کوو او زموږ د کمپایني فعالیتونو له ۶۰ سلنې ډېر اغېزمنتوب د فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو له لارې ترسره شوی دی.))
خو د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان وايي چې له فېسبوک څخه استفاده سربېره پر دې چې خوند لري، د یو شمېر ټاکنیزو سیالانو لپاره په د سپکاوي او د رټلو پر وسیله بدل شوی دی.
خو د عاطفې طیب د ټاکنیز ټېم مسوول محمد اسحاق صابري د ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه فېسبوک زیانونه او د جعلي ادرسونو په جوړېدو د مشهورو او با نفوذه کسانو پر ضد د معلوماتو خپرولو په اړه وویل: ((له بده مرغه چې دولت د جعلي یوزرونو د کنټرول لاسرسی نه لري.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((ځيني هغه کسان چې فېسبوک لري، د لیکنې ادابو ته پام نه کوي او ځيني وخت مخالف نظرونه هم لري.))
هغه زیاته کړه چې د عاطفې طیب په اړه څو جعلي یوزرونه جوړ شوي او د اصلي پاڼې له لارې هېوادوالو ته رسېدلي دي، خو له بده مرغه چې دغه جعلي یوزرونه د عاطفې طیب په ګټه نه، بلکې د نوموړې پر زیان فعالیتونه کوي.
login or register a new account.