ژبه

له ترهګرۍ سره د مبارزې اسلامي ايتلاف افغانستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٧): ولسمشر اشرف غني په سعودي عربستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې د اسلامي ايتلاف له سکرتر جنرال ډګر  جنرال عبدالله بن عثمان صالح سره وکتل.

له ارګه د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې، د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي، پوځي همکاریو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ډګر  جنرال عبدالله بن عثمان صالح په دې ليدنه کې وویل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې اسلامي ايتلاف  به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې چې ګډ ګواښ دی، د افغانستان له خلکو او حکومت  څخه هېڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

ولسمشر اشرف غني له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او هڅې چې تل یې خپله مېړانه او اتلولي ښودلې، یادې کړې او له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې یې د یاد ايتلاف رول مهم وباله.

login or register a new account.