کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٧): يوناما له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د ټاکنو امنيت ټينګولو پر مهال دې په سیاسي توګه بې پلوه پاتې شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پام وړ امنیتي ننګونو سره سره د هېواد امنیتي ځواکونو له خوا د امنیت په برخه کې پرمختګ شوی څو ډېری وګړو ته له خپل حق نه په ګټه اخيستنې سره د رایې ورکولو فرصت برابر شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي: "د افغانستان امنیتي ځواکونه د ټاکنو پروسې لپاره د امنیت راوستو بشپړ مسؤلیت لري، بشپړ امنیت ته اړتیا ده څو لږ تر لږه د راې ورکولو مستحق وګړو ته د خپل قانوني حق کارولو زمینه برابره شي."
هغه چې د یوناما مشر هم دی، په ډاګه کړې، افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته خپل استازي وټاکي او د هېواد راتلونکي ته بدلون ورکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په ټول هېواد کې د کاندیدانو، د دوی ټیمونو او احتمالي رایه ورکوونکو په وړاندې وروستي بریدونو ته په اشارې سره ويلي: "په رایه ورکوونکو، نوماندانو یا د ټاکنو په چارواکو هر ډول تاوتریخوالی یا ډار په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او زه دا په واضح ټکو غندم. "
په خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت له څو میاشتو راهیسې د ټاکنو لپاره د ملي امنیتي پلان جوړونې بهیر همغږی کوي. دغه پلان د دفاع وزارت او ملي امنیت له ریاست سره په ګډه د غوڅ ماموریت په ملاتړ او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره په مشوره ترسره شوی. یوناما د ښځینه امنیتي پرسونل لپاره د اضافي سرچینو تخصیص هرکلی کوي څو د ښځو ګډون ته وده ورکړي.
سرچينې زياته کړې، د ټاکنو د امنیتي پلان جوړونې لارښود په ۲۰۱۷ کال کې د درېيو مهمو امنیتي ادارو او همدا شان د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د سیمه ییزو ارگانونو خپلواکې ادارې له خوا لاسلیک شو.
له دې ژمنې څخه وروسته افغان امنیتي ادارو د رایې ورکولو د مرکزونو جدي امنیتي ارزونه وکړه.
يوناما ويلي، په اوسني وخت کې به دا لومړی ځل وي چې د اکتوبر د ۲۰مې ټاکنې به په بشپړ ډول د افغان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو له خوا سمبال شي.
په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونه د ټاکنو پروسې د امنیت په برخه کې مهم رول ترسره کوي، یوناما یادونه کوي چې افغان امنیتي ځواکونه د دندې ترسره کولو په وخت کې په سیاسي توګه بې پلوه پاتې شي.
login or register a new account.