کابل (پژواک، ۲۴تله ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون په داسې حال کې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ترسره کولو په تړاو د چمتووالي خبره کوي چې د چارواکو په وينا، د ۳۰ ولسواليو ټاکنيز توکي لاهم نه دي انتقال شوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د ناامنيو او سختو لارو له امله به د ۷۴ ولسواليو ټاکنيز توکي د هوا له لارې ولېږدول شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون عملياتي مرستيالې وسيمې بادغيسې، نن د ټاکنو په ملي غونډه د سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او پر ټاکنو د څار بنسټونو استازو په موجوديت کې وويل چې کمېسيون توانېدلى څو د ۴۴ ولسواليو ټاکنيز توکي د هوا له لارې و لېږدوي؛ خو د ۳۰ ولسواليو په اړه چې تر اوسه يې ټاکنيز توکي نه لېږدول شوي، نن پرېکړه کېږي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي وويل چې د خرابې هوا او د چورلکو زياتو بوختيا له امله يادو ولسواليو ته ټاکنيز توکي نه دي رسېدلي.
هغه وويل چې نن په امنيتي غونډه کې پر دې موضوع له امنيتي ارګانونو سره بحث کېږي، هيله ده په دې اړه پرمختګ وشي.
په دې غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد وويل چې د ټاکنو تر سره کولو لپاره بشپړ عملياتي، تخنيکي او عملي چمتووالی نيول شوی دی.
نوموړي له خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو غوښتنه وکړه، څو په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او په مينه او لېوالتيا د رايو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپل خوښې نوماند ته رايه ورکړي.
صياد له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه څو د رايه ورکوونکو، د رايې ورکولو مرکزونو او محلونو د امنيت ټينګښت په برخه کې له پخوا څخه ډېره هڅه وکړي، څو خلک په ډاډه زړه په پراخ کچه ټاکنو کې ګډون وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر له هېوادوالو وغوښتل چې له يوې څخه زياته رايه و نه کاروي او ګواښ يې وکړ، که له يوې رايې څخه زياته يې ورکاروله، نو قانوني چلند به ورسره وشي
نوموړي د ټاکنو ترسره کول په هېواد کې د روانو ننګونو حل لار وبلله، زياته يې کړه: ((د ستونزو او ننګونو د پای ته رسولو لپاره د ټاکنو له تر سره کولو پرته بله لار پاتې نه ده.))
د يادونې ده چې نږدې درې کاله وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د رايو ورکولو۷۱۸۰ مرکزونه موجود وو، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وروستۍ ارزونې له مخې د دې مرکزونو شمېر اوس ۷۳۵۵ ته لوړ شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ناامنو سيمو ترڅنګ، د هېواد په لسو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.
login or register a new account.