ژبه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۵۵۴۷ شکایتونه، معلومات او راپورونه ثبت کړي

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تلې د ۲۸مې ټاکنې له ننګونو ډکې بللې او د رایې ورکونې د بهیر له دویمې ورځې څخه یې د اندېښنې په څرګندولو ويلي چې تر اوسه دغه کمېسیون ته ۵۵۴۷ شکایتونه، معلومات او راپورونه ور رسېدلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ټاکنو په ورځ په نه رسېدنو او نیمګړتیاوو د نیوکې تر څنګ وویل، د تخنیکي ستونزو او بې نظمیو له امله یو شمېر کسان ونه توانېدل چې خپله رایه وکاروي.

په همدې مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ، د دې لپاره چې هېوادوال له خپل مدني حق څخه پاتې نه شي، نن د ۱۴ ولایتونو په ۴۰۱ مرکزونو کې ټاکنې ترسره کېږي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند روښانه کړه چې د تلې د ۲۸مې د ټاکنو د ستونزو په اړه تر اوسه له ټول هېواد څخه سلګونه شکایات، راپورونه او معلومات دغه کمېسیون ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له کابله ۱۷۰۰، له فراه ۹۱، له فاریابه ۱۸۴، له سنمګانه ۸۹، له زابله ۵۹، له سرپله ۷۹، له دایکنډي ۴۷، له خوسته ۱۵، له جوزجانه ۹۷، له تخاره ۲۷، له روزګانه ۳۷، له بادغېسه ۵۵، له بامیانو ۹۵، له بلخه ۴۹۸، له بغلانه ۲۲۵، له بدخشانه ۱۲۲، له پروانه ۴۸، له پنجشېره ۱۲۹، له پکتیا ۱۱۳، له کاپیسا ۱۱۷، له کنړه ۸۵، له کندوزه ۱۲۹، له لغمانه ۲۸، له لوګره ۲۰۰، له میدان وردګو ۴۵، له ننګرهاره ۳۵۶، له نیمروزه ۱۰۳، له هراته ۶۴۹ او له هلمنده ۱۲۵ شکایتونه، راپورونه او معلومات رارسېدلي دي.

روحاني د دویمې ورځې له ټاکنو څخه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ وویل: ((نن هم د کابل ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د رایې مرکزونو د نامعلوم لامل له امله له یوه تر دوو ساعتونو ناوخته فعالیت پیل کړی دی، چې له بایومتریک ماشینونو سره د کارکوونکو نه بلدتیا، د رایې ورکونکو د لېست نه شتون، په لېست کې د ځينو رایې ورکوونکو د نومونو نه موجودیت او د رای پاڼو کمښت د نننیو ټاکنو عمده ننګونې وې.))

هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د یادې ستونزې لپاره تازه حل لاره ولټوي چې خلک یې له قانوني حق څخه پاتې نه شي.

هغه د نن او تېرې ورځې شکایتونو ته په اشاره له نوماندانو، څارونکو، او رایې ورکوونکو وغوښتل چې تر راتلوونکو ۴۸ ساعتونو دې د سرغړونو، درغلیو او ټاکنیزو جرمونو په اړه خپل شکایتونه ثبت کړي.

نوموړي زیاته کړه چې له سرغړوونکو، درغلي کوونکو او مجرمینو سره به قانوني چلند وشي او تر ععقیب لاندې به ونیول شي.

login or register a new account.