ژبه

د حزب اسلامي د کوچيانو رييس په کابل کې د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٧) : د حزب اسلامي مرکزى غړي او د کوچيانو رييس حاجي دواجان په کابل کې د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى دى.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر يو تن غړي فضل غني حقمل د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته د حاجي دواجان نيول کېدل تاييد کړل، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

خو د دواجان د کورنۍ يو تن غړي چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې هغه شاوخوا څلور ورځې مخکې د کابل د بګراميو له سيمې د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوى دى.

دا چې نوموړى ولې نيول شوى، يادې سرچينې په دې اړه معلومات ورنکړل.

حزب اسلامي ته نږدې سرچينې وايي، چې حاجي دواجان د حزب اسلامي مهم غړى دى، هغه د ګوندي فعاليتونو ترڅنګ د سولې په پروسه کې هم مهمه ونډه لري.

سرچينه وايي، چې هغه د پګواش لخوا په ترکيه، قطر او نورو هېوادونو کې د سولې په غونډو او ناستو کې د حزب اسلامي په استازيتوب ګډون کړى دى.

ويل کېږي، چې د حاجي دواجان کورنۍ اوس هم په پېښور کې دى.

ورته موضوع