کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٧) : د کندهار او هرات تر پېښو وروسته د امريکايي او ناټو ځواکونو له افغان ځواکونو ترمنځ مخامخ اړيکې کمې شوې دي.
د روان لمريز کال د تلې په ٢٦مه، د کندهار په ولايت مقام کې د والي ديوه ساتونکي لخوا ډزې وشوې، چې له امله يې امنيه قوماندان جنرال رازق او د ملي امنيت رييس جنرال مومن ووژل شول، د کندهار والي زلمي ويسا، يو امريکايي جنرال او څو تنه نور ټپيان شوي وو.
له دې بريده په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټس مېلر روغ وتلى و.
تر دې پېښې څو ورځې وروسته د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې ديوه افغان سرتېري پر ناټو سرتېري ډزې وشوې، چې له امله يې يو سرتېرى ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت وياند ډګروال نوټ پيټرز د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حالاتو ته په کتلو ناټو د خپلو ځواکونو د امنيت خوندي کولو لپاره ځېنې اقدامات کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې تر داخلي بريدونو وروسته دا معياري اقدامات په نظر کې نيول شوي دي او د مخامخ ليدنو کتنو لړۍ محدوده شوېده.
خو د ناټو وياند وايي، چې له افغان ځواکونو سره ګډ عمليات نه دي درولي ، خو له هغوى سره اړيکې له لرې فاصلې څخه د اي مېل، ټېلېفون او نورو لارې ترسره کوي.
پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د افغانستان د ملي دفاع وزارت نظر واخلي، خو هغوى په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې وړده، چې له ٢٠٠٨ زېږديز کال څخه په افغانستان کې دداخلي بريدونو له امله تر ١٥٠ پورې امريکايي او د ناټو سرتېري وژل شوي او تر ٢٠٠ زيات ټپيان شوي دي.
login or register a new account.