کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٧): د افغانستان او کوزې پښتونخوا پښتنو د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته د جنرال رازق او جبار قهرمان د وژلو په غبرګون کې لاريون وکړ.
په بلجيم کې د خدايي خدمتګار تحريک يوه افغان غړي شان پاچا شينواري د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه لاريون کې د لر او بر لسګونو پښتنو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه چې په خپلو شعارونو کې د جنرال رازق او جبار قهرمان وژنه په کلکه وغندله او د دوى په وژلو کې يې پاکستان تورن کړ.
نوموړي وويل چې دغه راز د لاريون ګډونوالو د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) څخه هم يو ځل بيا ملاتړ اعلان وکړ.
د کوزې پښتونخوا د صوابۍ سيمې اوسېدونکي طارق عالم د لاريون ګډونوالو ته وويل، پنجاب تل هڅه کړې ده چې پښتانه وځپي.
هغه زياته کړه چې دوى به په لر او بر پښتونخوا کې د پښتنو د حقوقو لپاره خپلو مبارزو ته ادامه ورکوي.
نوموړي د ټولو پښتنو پر يووالي ټينګار وکړ.
شان پاچا شينوارى وايي چې دوى په بروکسل کې د جنرال رازق او جبار قهرمان فاتحه هم واخيستله، چې په کې لسګونو کسانو ګډون کړی و.
login or register a new account.