کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧) : د پاکستان له زندان څخه خوشې شوي د طالبانو پخواني مرستيال ملا عبدالغني برادر له خپلو پلويانو غوښتي ، چې دمګړۍ ورسره له ليدلو ډډه وکړي.
ملا برادر تېره اوونۍ تر اته کلن بند وروسته د پاکستان له زندان څخه خوشې او په کراچۍ ښار کې خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوى دى.
نوموړي په څه دپاسه يوه دقيقه ييز غـږيز پيغام کې چې يوه کاپي يې پژواک د لړم په ٧مه، ترلاسه کړې له خپلو پلويانو سره خبرې کړې دي.
ملا برادر په دې پيغام کې ښه غږيدلى او له خبرو څخه يې ښکاري چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
هغه ويلي : (( زه له الله راضي يم، الله دې له موږ څخه د دين ،اسلام ، ملت او وطن خدمت واخلي، تاسو ته توصيه ده، مشوره ده، تر کومه وخته چې زموږ له خوا تاسو ته څه خبره نه وي شوي، چې چېرته روان يافلانکي ځاى ته ولاړ شئ نو په خپل ځاى ياست، په خپله خوښه مه روانيږئ.))
نوموړي خپلو ملګرو او پلويانو ته ويلي چې ستاسو ليدل به له ده سره وي يا نه، خو هيله يې څرګنده کړې چې له دوى سره وويني.
ملا برادر زياته کړې : ((له ټولو مشرانو مجاهدينو او کشرانو سره بېخي مطمئن واوسئ، کومه خبره نشته، الله مو وساته، الله پاک دې ستاسو مشکلات حل او اسانه کړي. ))
وسله والو طالبانو هم څو ورځې مخکې په يوې رسمي اعلاميه کې د ملا برادر د خوشې کولو خبر ورکړى دى.
که څه هم پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه و ويلي، خو تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت د ملا برادر او ملا صمد ثاني د خوشې کولو خبر ورکړى و.
سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان د افغان سولې پروسې د پرمختګ لپاره خوشې شوي دي.
خو طالبانو ته يوې نږدې سرچينې پژواک ته وويل چې ملا صمد ثاني تر اوسه نه دى خوشې شوى، د عبدالصمد په نامه بل يو طالب چاروکى خوشې شوى دى.
صمد ثاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار امنيه قوماندان او د بانک رييس و چې د ملا منصور له ډلې څخه و او له ملابرادر سره يو ځاى نيول شوى.
login or register a new account.