ژبه

تازه خبرونه
ډاکټر عبدالله د مخابراتو نړيوال کنفرانس کې ګډون او وينا کوي

کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٧): د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په متحده عربي اماراتو کې د مخابراتو نړيوال کنفرانس کې ګډون او وينا کوي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون د لړم په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکتر عبدالله له يوه دولتي پلاوي سره متحده عربي امارتو ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړى به نن د مخابراتو په نړيوال کنفرانس کې له افغان پلاوي سره ګډون او بيا به ورته وينا کوي.

په دغه پلاوي کې د افغانستان د مخابراتو وزير هم شامل دى.

خوځون وايي چې دا د مخابراتو نړيوالې اتحاديې کلنۍ غونډه ده چې په کې د ١٩٣ هېوادونو استازي ګډون کوي.

د نوموړي په وينا، افغانستان په تېره يوه نيمه لسيزه کې د مخابراتو په سکتور کې ډېرې لاسته راوړنې لري چې اجرائيه رييس به يې په اړه نړيوالو ته معلومات ورکړي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند وويل چې په دې غونډه کې د اړوندو ټولو هېوادونو د مخابراتو وزيران هم ګډون کوي.

دا اتحاديه ١٨٦٥ کال کې جوړه شوې، افغانستان یې په ١٩٢٨ کال کې غړيتوب ترلاسه کړى، افغانستان په کې د رایې حق لري، دلته کلنۍ ټاکنې هم کېږي او راتلونکو پروګرامونو لپاره تصميمونه نيول کېږي.

login or register a new account.