کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٧): ولسمشر غني وايي چې کوچیان په مشخص قوم او ولایت پورې اړه نه لري، بلکې افغانستان شموله دي چې د هېواد په اقتصادي وده، دفاع او ثبات کې مهم رول لري.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کوچيانو له ځوانانو سره د ليدنې پر مهال وکړې.
په پیل کې یو شمېر ځوانانو د وچکالۍ، روغتیا، اقتصاد، حکومتولۍ، پوهنې، امنیت او نورو اړوندو برخو کې د کوچیانو ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې او ټینګار یې دا وو چې د کوچیانو د بېلابېلو ستونزو حل ته دې پر وخت رسېدنه وشي.
دوی همدارنګه د زورواکو او فساد ضد مبارزې په برخه کې د ولسمشر د غوڅ دریځ ملاتړ وکړ او له ملي برنامو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
وروسته ولسمشر غني وويل چې کوچیان په مشخص قوم او ولایت پورې اړه نه لري، بلکې افغانستان شموله دي چې د هېواد په اقتصادي وده، دفاع او ثبات کې مهم رول لري.
غني زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره هر وزارت ته لارښوونه شوې چې په ملي بودجه کې د کوچیانو لپاره مشخصه برخه ځانګړې او په موثره توګه یې ولګوي.
د هغه په وينا، په ولسي تړون پروګرام کې هم د کوچیانو د ونډې په اړه لارښوونه شوې ده.
د هېواد ولسمشر له ځوانانو وغوښتل چې د کوچیانو د ژوند د بدلون او د مالدارۍ د ودې او په لومړۍ درجه ادارې د کوچیانو د انسجام لوی ریاست د بدلولو په اړه باید مشخصې طرحې ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.
هغه زیاته کړه، څرځایونه یوازې پر فرمان نه مدیریت کېږي، د دې لپاره باید د ورشوګانو ټولنیز ارزښت هېوادوالو ته واضح شي.
غني څرګنده کړه چې د بندونو جوړولو او لویو پروژو په تطبیق سره به د کوچیانو د مېشتېدو او اړوندې ستونزې حل شي.
ده زیاته کړه، په لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال کې به د کوچیانو ټولو هغو ستونزو ته چې تاسو یې یادونه وکړه، رسیدګي وشي.
ولسمشر غني وویل، اړوند وزارتونه او ادارې به د خپلو امکاناتو په رڼا کې د کوچیانو، د روغتیا، زده کړې، د مالدارۍ د ودې، امنیتي او نورې ستونزې حل کړي.
login or register a new account.