کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۹۷): له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې په ټول هېواد کې د ۱،۳ ټنه بېلابېلو نشه يي توکو د قاچاق په تور ۵۶ کسان نیول شوي دي.
پژواک خبري اژانس ته له نشه یي توکو سره د مبارزې د معینیت په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو د تېرې اوونۍ په جریان کې په پروان، کابل، هرات، کاپیسا، ننګرهار، بلخ، لغمان، دایکنډي، نیمروز، فراه، کندهار او غزني ولایت کې ۴۵ عملیات ترسره کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، د یادو عملیاتو په پایله کې له ۱،۳ ټنو ډېر بېلا بېل نشه يي توکي لکه هېرویین، چرس، تریاک، میت امفتامین، د کا ټابلېټ او الکولي مشروبات نیول شوي دي.
خبرپاڼې روښانه کړې چې د یادو نشه یی توکو د قاچاق په تور ۵۶ کسان هم نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له یادو کسانو ۱۱ لېږدونکې وسیلې، ۳۳ میله وسلې، ۱۶ موبایلونه او ۲۷۷۲ امریکایي ډالر هم ترلاسه شوي دي.
login or register a new account.