ژبه

طالبان : د مسکو غونډه دسولې مذاکرات نه، بلکې دحل لارې لټول دي

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧) : وسله والو طالبانو ويلي چې د مسکو د غونډې پر مهال د افغان حکومت له پلاوي سره نه ګوري او نه هم دا غونډه د سولې د خبرو اترو لپاره جوړه شوې ده.

ټاکل شوې ده چې دافغانستان دسولې په اړه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون غونډه سبا د جمعې په ورځ جوړه شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا څلور کسيز پلاوى نن سهار په دغه غونډه کې د ګډون لاره مسکو ته تللى دى.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د مسکو په غونډه کې ددوى پنځه کسيز پلاوى ګډون کوي.

هغه زياته کړې چې په دې پلاوي کې محمد عباس ستانکزی، مولوي  عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي ضياء الرحمن مدني او محمد سهيل شاهين شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددوى پلاوى به په دې  غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

طالبانو ويلي، دا غونډه له هېڅ لوري سره کوم ډول مذاکرات نه دي، بلکې د افغانستان د قضیې دحل لپاره سوله يیزې لارې چارې لټوي.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې به د کابل ادارې له پلاوي سره هيڅ ډول مذاکرات نه کیږي  او نه به هم د غونډې مشري له کابل ادارې سره وي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا ډول ديپلوماټیکې هلې ځلې د دې خبرې شاهدي ورکوي چې طالبان په سیاسي برخه کې د یوې فعالې، روښانه او خپلواکې پالیسۍ او سیاست درلودونکی ځواک دی.

ټاکل شوې وه چې دا غونډه د روان زېږديز کال د سپټمبر په څلورمه ترسره شي، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنه ځنډول شوې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع