کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٧): د افغانستان حکومت هیله څرګنده کړې ده چې د مسکو ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغو خبرو اترو ته لاره هواره کړي او طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له دې ناستې د وسيلې يا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.
دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هر هغه هېواد ستاینه کوي چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي او همداراز د سولې په بهیر کې د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت ټینګار کوي.
د بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې د افغان سولې په اړه د مسکو د پرونۍ غونډې په غبرګون کې کړې دي.
په دې غونډه کې چې د روسيې په نوښت جوړ شوې وه، د طالبانو د قطر دفتر د پنځه کسيز پلاوي په ګډون د امريکا، پاکستان، ازبکستان او ايران په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مسکو دا ناسته د پخوانيو هغو (مسکو فارمټ) په تعقیب ناسته نه وه چې د خپلواکو هېوادونو ترمنځ ترسره شوه او د افغانستان حکومت هم په کې ګډون درلود، بلکې په پرونۍ ناسته کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.
سرچينې زياته کړې، د تاشکند ناستې او کابل بهیر د اصولو او پرېکړو پر اساس باید افغان حکومت او طالبان په مستقیم ډول له یو بل سره د سولې خبرو اترو ته کېني.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي: ((موږ د سولې بهیر د څرنګوالي میکانیزم په باب د کابل او تاشکند ناستو پر منل شوو اصولو چې د ملي او نړیوالې اجماع پر اساس رامنځته شوي، ټینګار کوو.))
سرچينې ويلي، د روسیې هېواد په کوربه توب د سولي عالي شورا د یو غیر دولتي او په ورته وخت کې د يو ملي بنسټ په توګه په دې ناسته کې ګډون کوي څو د نېغ په نېغه خبرو اترو د پیل پر لارو چارو بحث وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د شوي تفاهم پر اساس، د افغانستان حکومت هیله من دی چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي او طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له دې ناستې د وسيلې يا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.
login or register a new account.