ژبه

تازه خبرونه
په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چين غير رسمي کنفرانس جوړ شو

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): په اسلام اباد کې د افغانستان، چين او پاکستان د درې اړخيزو همکاريو  يو ورځنى کنفرانس ترسره شو.

په دغه غير رسمي کنفرانس کې چې د (پاکستان، چين انسټيټيوټ) له خوا جوړ شوى، د افغانستان، چين، پاکستان د پارلمان غړو، پخوانيو حکومتي چارواکو او د سياسي ګوندونو غړي برخه اخيستې ده.

د افغانستان د پلاوي يوه غړي د لغمان او لوګر پخوانى والي اقبال عزيزي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې يو ورځنۍ کنفرانس کې د افغانستان پخوانى سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، د ولسي جرګې غړى ميرويس ياسيني، د حزب اسلامي غړي او په پارلماني چارو کې د دولت وزير ډاکتر فاروق وردګ ګډون کړى دى.

نوموړى وايي چې دغه راز د پاکستان او چين د پارلمان غړو، پخوانيو او ځينو اوسنيو چارواکو او د پارلمان غړو برخه اخيستې ده.

هغه زياته کړه چې د درې واړو هېوادونو استازو د همکاريو پر پراختيا، سولې، امنيت او اقتصادي مسايلو خبرې وکړې.

عزيزي وايي چې چين کولى شي  د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ښه کولو او د افغان سولې پروسه کې رغنډه رول ولوبوي.

login or register a new account.